په اسلاماباد کې د روسیې سفیر البرټ خورف ویلي، چې مسکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې په دې برخه کې د لازمو مرستو زمینه برابره کړي.
هغه له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې، پاکستان کې د وروستيو ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې
خورف په دغې مرکه کې ویلي، چې دوی له پاکستان او افغانستان سره د رغنیزو همکاریو پياوړتیا ته ژمن دي خو هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې له دغو دوو هېوادونو د روسیې د ملاتړ د بڼې په تړاو څه نه دي ویلي.