د افغانستان تجزيه یو پخوانی خوب دی چې له کلونو راهيسې یې د دې خاورې دښمنان د تحقق هڅه کوي او په دې لاره کې يې ډېرې پيسې لګولي دي، تر څو وکولای شي د افغانستان ملت ووېشي او پر دې وياړلې خاوره برلاسي شي.

دا ماتې خوړلې طرحه پخوا د رابرټ بلک‌ويل په څېر کسانو، په هند کې د امريکا پخواني سفير پيټر ګالبریت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د استازي پخواني مرستيال او نورو مشهورو بهرنيو او کورنيو څېرو له خوا وړاندې شوې وه.

د دې تباه‌کوونکې طرحې پلې کېدل هغه وخت پياوړي شول چې د جمهوريت رژيم، د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو له همکارۍ سره سره ونه توانېد په شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو د حقيقي غوښتنې پر وړاندې چې هغه د يو اسلامي نظام جوړول وو، بريالی شي. له همدې امله، د افغانستان د وېشلو طرحه څو ځلې د کورنيو او بهرنيو څېرو له خوا د يوې ډاډمنې حل‌لارې په توګه وړاندې کېدله.

يوه داسې حل‌لاره چې په حقيقت کې د دې خاورې لرغوني تاريخ او کلتور ته د پای ټکی ایښودل و او د جمهوريت د وخت په پرتله د لا تيارو ورځو لپاره پيل و.

دا نامبارک رسالت په پرله‌پسې کلونو کې د شر او فساد ډلو او بدنامو ټوپک‌سالارانو پر اوږو بار و او دوی هم د دې طرحې د تحقق لپاره بې شماره هڅې کړې دي.

که پرون ټوپک‌سالارانو د قومي او سمتي ګوندونو په جوړولو د افغانستان د تجزيې هڅه کول او په دې لاره کې يې د پرديو له خوا په ډیکټه کولو سره ګامونه پورته کول، نن هم د هماغه کسانو لارویان د خراسان غوښتنې په شعار سره د خپلو ناوړه خواهشاتو د تحقق په لټه کې دي.

هغه کسان چې په افغانستان کې ېې د چور او چپاول له ټغر ټولېدو وروسته دا هېواد پرې ایښی دی او اوس چې د دې خاورې خلک په بې‌ساري امن، سوکالۍ او بې‌ساري اتحاد کې ژوند کوي، د خراسان غوښتنې نارې وهي او د دې هېواد د وېشلو غوښتنه کوي.

خو ښايي هېر کړي یې وي چې د دوی دا زهري ارمان هغه وخت چې دوی په افغانستان کې د واک په رأس کې ول او د لويديځې نړۍ او امريکا ملاتړ يې درلود، هم د خلکو له مقاومت سره مخ شول او هېڅکله هم د عملي کېدو مرحلې ته ونه رسېدل، اوس دوی څنګه د داسې باطلې مفکورې د عملي کېدو تمه لري!؟ په داسې حال کې چې نه ورسره واک پاتې دی او نه ابرو او حيثيت.

هو! د افغانستان لوی ملت، له هر قوم او تبار څخه چې وي، اوس د يو بل تر څنګ ولاړ دي او د خپل هېواد د بیا‌رغونې لپاره له هېڅ ډول هڅې څخه دریغ نه کوي؛ هغه اتحاد او تړون چې د مخالفو جبهو له سترګو یې خوب تښتولی دی او د دوی شومې نقشې یې په اوبو وړي دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version