د پاکستان د حاکم رژیم د ناسمو سیاستونو پایله کې د اقتصادي محاصره شوي پاکستان بازارونو کې سون توکي مخ په پای‌ته رسېدو دي.

د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د پمپونو مخې ته د موټرو اوږده کتارونه ولاړ دي؛ خو پمپونو کې تېل نشته او خلک اړ دي چې د غلاوو له ګواښ سربېره خپل وسایط په لویو لارو کې پارک کړي.

دا حالت د افغانستان لخوا د پاکستان پر پوځي رژیم د لګول شويو بندیزونو د دوام او د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ د جګړې له امله د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته رامنځته شوی.

له دې وضعیت سره هم‌مهاله، د پاکستان د پوځي رژیم لومړي وزیر هغه طرحه هم تائید کړې چې له مخې یې پاکستان کې به د تېلو بیې شېبه په شېبه لوړېږي.

د دغې طرحې له بشپړ عملي کېدو سره به په پاکستان کې سون‌توکو ته د بې‌وزله خلکو لاسرسی لا محدود شي او د شنونکو په باور د دې هېواد اقتصادي او ترانسپورتي څرخ ښايي نږدې ۹۰ سلنه ودرېږي.

پاکستان چې خلک یې لا له وړاندې د لوړو مالیو، اقتصادي ستونزو او اداري فساد له امله سخت ځپل شوي، شنونکي اټکل کوي چې روان وضعیت ښايي دې هېواد کې د پوځي رژیم پر وړاندې پراخ ولسي قهر راوپاروي او ان د دغه رژیم د پرځېدو لامل هم کېدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version