Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»پخوانیو نظامیانو ته د سمیع سادات ګواښونه او د پردې تر شا واقعیتونه
    تبصرې

    پخوانیو نظامیانو ته د سمیع سادات ګواښونه او د پردې تر شا واقعیتونه

    عمران آغاعمران آغا21 اگست 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې د نوي نظام له واک ته رسېدو وروسته، د پرځېدلي جمهوریت ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان شوه او ډېری پخوانيو نظامیانو په هېواد کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړ، خو په بېلابېلو سیمو کې د ځینو پخوانیو عسکرو او قوماندانانو ناڅرګندو وژنو په خلکو او د هغوی په کورنیو کې جدي اندېښنې راپورته کړې وې. دا وژنې که څه هم ځینې یې شخصي دښمنیو له امله هم وې، خو اوس یې یو داسې اړخ را برسېره شوی، چې ډېر شکونه یې په یقین بدل کړي.

    په دې وروستیو کې د تش په نوم متحدې جبهې مشر سمیع سادات په خپلو څرګندونو کې، په هېواد کې دننه پخوانیو نظامیانو ته مستقیم د مرګ ګواښ کړی. د سادات په وینا چې پخواني نظامیان دې په اوسني حکومت کې دندې پرېږدي او زیاتوي چې د دغه جبهې لوی قاضي(!) د دې نظامیانو د وژل کېدو فتوا څرګنده کړې او ژر به لاس په کار شي. د سادات دغه ښکاره ګواښ په ډاګه کړه، چې د پخوانیو نظامیانو ژوند له کوم لوري د خطر سره مخ و او ولې یاد نظامیان په هدفي وژنو کې له منځه وړل کېدل. سادات هغه شکونو په یقین بدل کړه چې سمیع سادات او د ده ډلې په تېرو پنځو کلونو کې د پخوانیو نظامیانو په وژلو او پټو ترورونو کې مستقیم لاس درلود.

    د نوموړي د کړنو او خبرو ترمنځ تړاو هغه مهال لا پیاوړی شو، چې سمیع سادات له یوې خوا پخوانیو نظامیانو ته د وژلو ګواښ وکړ او له بلې خوا یې ادعا کړې وه چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۸۴ پخواني نظامیان وژل شوي دي. دا ډول څرګندونو ثابته کړه، چې سادات د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره په هېواد کې دننه د پخوانیو نظامیانو له ژوند او شخصي امنیت څخه ناوړه ګټه اخیستې او غواړي یو خوا په دغه کار سره د افغان حکومت په ضد تبلیغات وکړي او بل خوا په خلکو کې وېره خپره کړي.

    د تېرو پنځو کلونو دغسې ځورونکو پېښو ته په کتو، اوس ټولو ته روښانه شوې چې د پخوانیو نظامیانو د مرموزو وژنو تر شا د سمیع سادات لاس و. د ده اړوندو شریرې کړۍ تل هڅه کوله چې په هېواد کې د پاتې شویو نظامیانو په نښه کولو سره تبلیغاتي غوغا جوړه کړي او د خپلو بهرنیو ملاتړیو پام جلب کړي. د پخوانیو نظامیانو د په نښه کولو له لارې سادات دقیقاً هغې بې ‌رحمانه طرحې ته کار کاوه، چې نوموړی پرې له هېواده بهر خپل شخصي سیاسي تجارت روان وساتي.

    بله د پام وړ خبره خو لا دا ده، چې د سمیع سادات تش په نوم جبهه، د امریکا حکومت د بنسټونو په ویب سایټ کې د خیریه بنسټ په نوم ثبت ده؛ نو دا احتمال هم په واقعیت بدل شو چې سادات لومړی نظامیان په نښه کول، بیا یې د خیریه بنسټ د فعالیت په جواز د هغوی پر سر له نړیوالو مرستې ترلاسه کولې او سیاسي ملاتړ یې تأمیناوه. نوموړي د پخوانیو نظامیانو د کورنیو په نوم ډېرې مرستې ترلاسه او د خپلې ډلې د ورته فعالیتونو د تنظیم لپاره کارولې دي.

    نو وروستۍ پېښې او شواهد دا جوتوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د پخوانیو نظامیانو مرموزې وژنې کوم ناڅاپي حوادث نه وو، بلکې د سمیع سادات په دستور د یوې شریرې کړۍ په توسط ترسره کېدلې. سمیع سادات نه یوازې دا چې د افغان پخوانیو نظامیانو خواخوږی نه دی، بلکې په تېرو پنځو کلونو کې د هغوی د ترور، ځپلو او د هغوی د رواني امنیت ځپلو اصلي عامل دی. د سادات وروستیو څرګندونو د نوموړي له بد نیته پرده پورته کړې او افغان ملت ته د ده خاینانه هڅې بربنډې شوې دي.

    مخکینۍ مقالهخبريال او سياسي شنونکی، آرش يقين: نن شپه به هغه پلرونه‌ او ميندې طالب ته دعا کوي چې زامن یې حسيب قوای مرکز اختطاف کړي او يا وژلي و
    راتلونکي مقاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران له برید پرته مو بله چاره نه وه، که اړتیا وي، پر ایران به بیا پوځي اقدام وکړم

    مربوطه لیکنې

    د پدرام څرګندونو د مخالفینو واقعي ماهیت روښانه کړ

    29 جولای 2026

    تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې

    13 جولای 2026

    د پاکستان پوځي رژیم؛ د بې‌ثباته افغانستان په لټه کې

    29 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 21 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران له برید پرته مو بله چاره نه وه، که اړتیا وي، پر ایران به بیا پوځي اقدام وکړم

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «ډبلیو اې بي سي ۷۷» راډیو سره په مرکه…

    پخوانیو نظامیانو ته د سمیع سادات ګواښونه او د پردې تر شا واقعیتونه

    21 اگست 2026

    خبريال او سياسي شنونکی، آرش يقين: نن شپه به هغه پلرونه‌ او ميندې طالب ته دعا کوي چې زامن یې حسيب قوای مرکز اختطاف کړي او يا وژلي و

    20 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران له برید پرته مو بله چاره نه وه، که اړتیا وي، پر ایران به بیا پوځي اقدام وکړم

    21 اگست 2026

    پخوانیو نظامیانو ته د سمیع سادات ګواښونه او د پردې تر شا واقعیتونه

    21 اگست 2026

    خبريال او سياسي شنونکی، آرش يقين: نن شپه به هغه پلرونه‌ او ميندې طالب ته دعا کوي چې زامن یې حسيب قوای مرکز اختطاف کړي او يا وژلي و

    20 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،177 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،126 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،246 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.