د پروان سیمه‌ ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز چاریکار او غوربند ولسوالۍ کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د پروان امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې لومړۍ پېښه مرکز چاریکار اړوند “تتمدره علیا” سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ځوان په بې احتیاطۍ سره سیند ته ودانګل، اوبو ډوب کړ او مړ شو.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کس عبدالوارث نومېده، د غزني ولایت اوسېدونکی و او پروان ته د چکر په موخه راغلی و.

د امنیه قومندانۍ مسولین وایي، چې دویمه پېښه د پروان ولایت په غوربند سیند کې رامنځ ته شوې ده.

دوی زیاتوي، چې د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی چې ۱۲ کاله یې عمر درلوده په غور بند سیند کې ډوب شوی او مړ شوی دی.

سرچینې ویلي، د مړو شویو کسانو جسدونه روغتون ته وړل شوي، چې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version