د احصایې او معلوماتو اداره وايي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۶ وېش څانگو له لارې ۷۰۲ زره او ۱۴۸ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې په کابل کې وېشل شوې چې شمېر یې ۱۳۱ زره ته رسېږي.: «تر کابل وروسته په ترتیب سره، هرات کې څه‌باندې ۶۸زره، بلخ کې تر ۴۵ زرو زیاتې، ننگرهار کې شاوخوا ۳۴ زره او په کندوز کې تر ۳۲ زرو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۱۸ زره نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

که څه هم یاده یاداره د ډېرو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خبره کوي؛ خو لا هم مېلیونونه افغانان برېښنايي پېژندپاڼې نه لري او کاغذي پېژندپاڼې له ځانونو سره گرځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version