د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسیون په خپل ورځني راپور کې وايي چې پرون يکشنبه له بېلابېلو لارو هېواد ته ۹۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۵۳ تنه وو راغلي او د ياد کميسيون د بېلابېلو کمېټو له لوري ورته د روغتيا، خوړو، ټرانسپورټ او مخابراتو په ګډون ګڼ شمېر خدمات وړاندې شوې دي.
د ياد کمېسيون راپور وايي چې له دې ډلې له تورخم لارې څخه ۴۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي، ۲۵۰۰ تنه غړي یې ثبت او بايمټريک شوي دي او دغه راز د ټرانسپورټ کميټې تورخم کې له عمري کمپ څخه ۵۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۶۷ تنه وو ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدولي او څه کم يونيم ميليون افغانۍ د لارې کرايه هم ورکړل شوې ده.
راپور زياتوي چې په تورخم کې همدا راز له ۱۰۵۵ راستنو شويو کډوالو کورنيو سره ۸۹۷۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې، ۸۸۰ کورنۍ په موقت ډول په کمپ کې ځای پرځای شوي او د ګڼو روغتيايي خدماتو په ګډون ورته ۲۷۸۸ عدده سيمکارټونه هم وېشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسون وايي چې پرون يکشنبه د سپين بولدک له لارې هم ۴۰۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي چې له ډلې یې ۳۹۱ کورنيو سره ۳۳۴۴۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې، ۲۸۸ کورنۍ په لنډمهالې توګه ځای پرځای شوي، ۳۹۱۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ورته وېشل شوي، ۴۸۸ تنه راستانه شوي ناروغ کډوال تداوي شوي او ۶۵۸ عدده سيمکارټونه هم ورته وېشل شوي دي.
سرچينه همدا راز وايي، چې پرون يکشنبه د نيمروز د ورېښمو له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۰ تنه وو هېواد ته راستنې شوي چې له ډلې یې له ۷۵ کورنيو سره ۵۶۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې، ټولې ۷۶ کورنۍ په موقت ډول مېشتې شوي او د ګڼو روغتيايي خدماتو له وړاندې کولو سربېره ورته ۷۶ عدده سيمکارتونه هم په وړيا ډول وېشل شوي دي.
د ياد کمېسيون راپور زياتوي چې پرون يکشنبه پر نورو لارو سربېره د هرات له اسلام کلا لارې څخه هم ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۶۶ تنه وو هېواد ته راستنې شوي او د نورو خدماتو سربېره ورسره ۲۸۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون همدا راز وايي چې د ټرانسپورټ کميټې له کابل څخه ۲۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱۶ تنه وو غزني، لوګر، خوست، پکتيا، پکتيکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ولايتونو ته په خوندي توګه لېږدولي او يادو کورنيو ته ۵۰۹۴۵۰ افغانۍ کرايه هم ورکړل شوې ده.
ياده دې وي چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستان څخه لسګونه زره ایستل شوې کډوالی کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او دا بهير لا هم روان دی.