تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې یمني ځواکونو د دغه هېواد په الحجة ولایت کې یوه «MQ-9» پرمختللې امریکایي بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.
تسنیم خبري اژانس د السریع له قوله لیکلي چې، دا په تېرو دوو اونیو کې څلورمه او د «فتح موعود او سپېڅلي جهاد» د جګړې له پیله ۱۹مه بې پیلوټه الوتکه ده چې یمني ځواکونه یې په دغه هېواد کې غورځوي.
د یادونې وړ ده، چې یمن له غزې د ملاتړ په موخه تر دې وړاندې هم په ځلونو امریکایي او صهیونیستي اهداف په نښه کړي او ویلي یې دي چې، تر هغه به یې بریدونه دوام ولري، ترڅو پر غزې د صهیونیستي رژیم بریدونه او محاصرې پای ته نه وي رسېدلي.