د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د ایران او اسرائیلو د جګړې سیمه‌ییزې پایلې او اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې پر ایران د اسرائیلو وروستی برید او د ایران ځوابي برید څېړل شوی.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې غونډه کې ‏د اقتصاد وزارت مرستیال دکتور عبداللطیف نظري د کلیدي ویناوال په توګه ګډون او وینا کړې.

د یاد وزارت په وینا، دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت پر اصولي دریځ، پر سیمه او ځانګړې توګه افغانستان ‏د دغې جګړې پر اغېزو، د دغو تحولاتو پر راتلونکو تبعاتو او سناریوګانو هر اړخیز بحثونه شوي او په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې دغې جګړې اغېزې وڅېړل شوې.

د ویلو ده ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پر مهال هم د یاد انسټيټیوټ په نوښت ځانګړې غونډه ترسره شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version