د پرځېدلي جمهوري ادارې مشر اشرف غني د افغان مهاجرینو د ستنېدو په اړه یو پیغام خپور کړی، هغه په خپل پیغام کې ایران ته پېغور ورکړی، چې جمهوري رژیم د ملیاردونه ډالرو په ارزښت اوبه ایران ته رسولې دي؛ غني یو شمېر هغه افرادو ته چې له افغانیت منکر دي، په خطاب کې ویلي، چې په هر بل نامه مو ځان یاداوه، نن ګاونډي یوازې د افغان په حیث درته ګوري او د افغان په نوم مو باسي.
غني یادو افرادو ته په خطاب کې ویلي، چې د مذهبي چارو په شمول مو پخوانۍ ريښې په درد نه خوري او نه مو هغه جنګ سالاران په درد خوري چې د دوی(ګاونډیانو) کارونه(جاسوسي فعالیتونه) یې کول. زیاتوي، د دوی آوازونه چیرې دي نن!؟ باټې یې چې وهلې، چیرې دي!؟ د غني یادو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د پارلمان د یو شمېر پخوانیو غړو او هغه افرادو غبرګونونه پارولي، چې همېشه یې له افغان هویت سره جګړه وه او د نورو لپاره یې جاسوسي فعالیتونه کول.
په یوه داسې عصر کې چې افغان ملت له نړۍوالو ستونزو، مهاجرت، ټولنیزې بېثباتۍ او فشار ترمنځ له خپلې بقا سره لاس او ګرېوان دی، لا هم یو شمېر کسان هڅه کوي چې له افغانیت څخه ځان بېل کړي، ځانونه د قومي، مذهبي، سیاسي یا جاسوسي تړاوونو پر بنسټ نورو ته منسوب او یا هم ځان ته مصنوعي هویتونه جوړ کړي.
د پرځېدلي جمهوریت هغه چارواکي چې ګاونډیو هېوادونو ته د جاسوسۍ ډېره پراخه مخینه لري، د افغان مهاجرینو اخراج ته له یوې بلې زاویې ګوري او پر خپلو ادرسونو یې په مختلفو بڼو تحلیلوي. دوی هڅه کوي د خپلو تړاوونو او مشترکاتو پر بنسټ، ګاونډي هېوادونه پړ ونه ګڼي، بلکې پړه یې بیرته پر هماغه جمهوریت ور اچوي چې همدوی پکې ډالري معاشات اخیستل، یا هم پر سرپرست حکومت پړه اچوي، چې د حاکمیت یې فقط څلور کلونه تېر شوي.
د غني څرګندونو له دې کبله د دوی غبرګون پارولی، چې د جنګ سالارانو په اړه یې یو نه پټېدونکی حقیقت څرګند کړی او له افغاني هویت څخه یې د انکار پېغور ورکړی دی. له افغانیت څخه تېښته ممکنه نه ده، دوی که د پردیو جاسوسي وکړي، که د قومي شعارونو تر سیوري لاندې خپلسري هویتونه ایجاد کړي، مذهبي یا کلتوري اړیکې وکاروي، بالاخره د افغان په نوم یادېږي او له دې هویت پرته هیڅ چیرې ژوند نشي کولی.
له افغان هویت منکرین اصلاً هغه کسان دي چې یا خو د قومي تعصب له لارې د افغان کلمې مخالفت کوي، یا یې د پردیو د اجنډاوو لپاره د افغانیت ضعیف ښکاره کول لازم ګڼلي، یا یې ځانونه د ګاونډیانو یا هم کوم بل بهرني رژیم سیاسي نوکران ګرځولي او یا هم دوی هغه جنګ سالاران دي چې د پردیو جیب او خولې ته یې تمه وي. خو په دې واقعیت باید په واضح ډول ټول جنګ سالاران او د سرپرست حکومت مخالفین پوه شي، چې د چا لپاره دوی افغان هویت له منځه وړی، هغوی یې نن له خپلې خاورې په تحقیر سره شړي.
د افغانیت منکرین او د دې هېواد پخواني او اوسني دښمنان د خپلو سیاستونو، عقیدو، یا شخصي ګټو لهمخې، ملت د داخلي شخړو لور ته کش کاوه/ کوي. مخالفین نه یواځې د ملي یووالي مخالفت کوي، بلکې هڅه کوي چې د افغان نوم ناسم، متنازع او محدود وښيي. خو اوس چې هماغه پردي ملتونه دوی ته د افغان په سترګه ګوري، هیڅ چاره نه لري، پرته له دې چې د هغه هویت پر وړاندې سر ټیټ کړي، چې کلونه یې پرې ملنډې ووهلې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.