د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد السویداء ښار له ټولو قبایلي جنګیالیو پاک شوی او نښتې په بشپړه توګه درېدلې دي.

دغه جنګیالي پر عرب قبایلو د صهیونیست پلوه دروزیانو له برید او زورزیاتي وروسته د سوریې له بېلابېلو سیمو السویداء ولایت ته ورغلي وو.

په ورته وخت کې، د سوریې د قبایلو د شوری مشر عبدالمنعم الناصیف ویلي، دوی له السویداء ښار څخه د خپلو ټولو جنګیالیو وتل اعلانوي.

نوموړي ټینګار کړی، که د اوربند هوکړه له کوم لوري، په ځانګړي ډول د ناقانونه ډلو (دروزي ځواکونو) له‌خوا نقض شي، نو د قبایلو غبرګون به خورا سخت وي.

د یادونې ده چې د سوریې په السویداء کې د دروزي لږه‌کیو او عرب قبایلو ترمنځ جګړه چې بیا وروسته حکومتي ځواکونه هم پکې ښکېل شول؛ د سلګونه کسانو د وژل کېدو لامل شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version