د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیولی او د یوه بل د نیولو هڅې روانې دي.

د ښاغلي قانع په خبره، پر ښاغلي پیګیر نن پنجشنبه غرمه مهال دوه وسله‌ والو په خپل کور کې برید کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي پیګیر په برید کې ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

قانع دغه پېښه شخصي بللې؛ خو د ښاغلي پیګیر د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version