نوین ساپی

رسنۍ چې اوس مهال د نړۍ له حالاتو د وګړو د خبراوي په موخه چټک رسنیز فعالیتونه کوي او د خلکو د ذهني تنویر لپاره هر اړخیزې خپرونې وړاندې کوي او خلک د نړۍ له حالاتو خبروي؛ نو پکار ده، چې رسنۍ داسې څه خپاره کړي، چې د خلکو په ژوند مثبت تاثیر ولري او خلک ښې لارې ته سوق کړي.

یوه رسنۍ د څلورو اهدافو لپاره کار کوي( تعلیم ورکول، تفریح برابرول، رهبري کول او اطلاع رسونه)په نورو برخو یې نه غږیږم، راځم اطلاع رسونې ته، تاسو ټول به د انټرنیشنل شیطانې او فحشا خپروونکې رسنۍ له نوم سره خامخا اشنا یاست، داسې یوه رسنۍ ده، بلکې د رسنۍ په نوم یوه جاسوسه او د فحشا خپرولو مرکز دی، چې افغانانو ته یې هیڅ خیر نه رسيږي، خو برعکس یې د افغانانو د اذاهانو د خرابولو لپاره شپه او ورځ خواري کړې او کوي یې، د خیر کار د رسنیز کولو لپاره د دوی د مسولینو او خبریالانو ورمېږ مات وي، يوې معمولي او ناچیزې تیروتنې ته يې پرتوګ بډوهلی او چمتو ناست وي، له دوی څخه اطلاع رسونه هم پاتې ده، خو د اطلاع رسونې څخه په ګټې اخیستنې خپله جاسوسي کوي.

افغانانو اوس حقایق درک کړي دي او د دې جاسوسې رسنۍ په اړه په هر څه اګاه شوي دي؛ اوس مهال نږدې د هر افغان په خوله همدا خبره وي، چې انټرنیشنل داسې څه خپروي، چې په اذهانو ښه تاثیر نه لري او ټول تمرکز یې په تعصب، کینه، حسد، فحشا، اذاهانو خرابولو او … دی.

هارون نجفي زاده د یادې رسنۍ مسول دی، ښځه یې وحیده پیکان نومیږي، چې هغه هم په همدې رسنۍ کې کار کوي.نجفي زاده خپلې میرمنې او نورو ښځینه همکارانو ته ویلي، چې د سکرین پرمخ باید نیمه او یا هم تر ډېره بربنډې را ښکاره شي.

اصلي خبره دا ده، چې دوی باندې د دې مرکز مالي تمویلوونکي، همدا شرط ایښی دی، چې ښځینه باید تر ډېره بربنډې د سکرین پرمخ ښکاره شي.

د انټرنیشنل مالي تمویلوونکی فهد ابراهیم الدغیثر نومیږي، د اسرائیل هېواد اوسېدونکی دی او له دوی سره یې د مالي تمویلوونکي قرارداد لاسلیک کړی دی.نوموړي له انټرنیشنل سره په دې موخه د مالي تمویلوونکي قرارداد لاسلیک کړی، چې دوی به د ښځو بربنډتوب، غیر اخلاقي کړنو او فحشا ته د هڅوونې په موخه کار کوي.

د انټرنیشنل ځینې کارکوونکي په دې اعتراف کوي، چې هارون نجفی زاده خپل میرمنه وحیده پیکان هم د خپرونو لپاره نیمه بربنډه او سرلوڅې دروي او نورو ښځینه کارکوونکو ته یې هم ویلي، چې سرلوڅې، نیمه بربنډه، نیمه پرتوګ او یا هم نازکو جامو کې دې خپرونې وړاندې کړي.دغه جاسوسه رسنۍ پلان لري، چې راتلونکې کې داسې ښځینه د میلمنو په توګه خپرونو کې راواخلي، چې د حجاب خیال نه ساتي، غیر اخلاقي کړنې وکړي او دوی سره په فحشا خپرولو کې مرسته وکړي.

نو فلهذا هېوادوالو ته پکار ده، چې داسې رسنۍ تعقیب نه کړي او پر وړاندې داسې غږ پورته کړي، چې هر څوک د دې خبیثې رسنۍ په اصلیت پوه شي.رسنۍ ښې لارو ته د خلکو د سوق کولو په موخه استعمالیږي، خو انټرنیشنل بر عکس تعصبي او قومي کړنې ترسره کوي او په افغانستان کې میشت قومونه سره په جنجال اچوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version