د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې بریدونو له امله ۱۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۵۹ نور ټپیان دي.

د خبر له مخې، په یاده موده کې د اووه تنو شهیدانو جسدونه له خاورو را ایستل شوي او ۱۴۶ نور د هوایي او توپچي بریدونو پر مهال شهیدان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، له دې سره غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د شهیدانو شمېر ۵۳ زره او ۲۷۲ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۲۰ زره او ۶۷۳ تنو ته لوړ شوی دی.

سرچینې وړاندې زیاته کړې، چې غزه کې لا هم د ګڼ شمېر شهیدانو جسدونه تر نړېدلو ودانیو لاندې دي او د سختو شرایطو او امکاناتو د نشتوالي له امله ورته لاسرسی ستونزمن دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version