د اسماعیل خان او ایران ترمنځ پټې اړیکې «د اوبو هغه بندونه چې جوړ نه شول»:

د کمونستي رژيم له ړنګېدو او د افغانانو د جهاد له بريا وروسته، ډېرو خلکو هیله درلوده چې جهادي مشران(چې وروسته یې څهرې بربنډې شوې) به د هېواد د بيا رغونې او ځان‌ بسياينې لپاره په ریښتینې توګه کار او هڅه وکړي؛ خو هغه څه چې په عمل کې پېښ شول، له خيانت او له پردي پالنې پرته بل څه نه وو.

له شک پرته، له هغو څهرو څخه چې د افغانستان د لوېديځو ولايتونو خلکو ترې د ښو کارونو تمه لرله، اسماعیل خان و؛ هغه څهره چې په هغه وخت کې يې ځان د سوېل‌ لوېديځ حوزې امیر باله.

خو له دې دومره تمو سره سره، اسماعيل خان نه یوازې دا چې د هېواد په لویدیځ کې یې خلکو ته کوم خدمت ونه کړ، بلکې په ټول توان يې د ايران د ګټو د ساتنې لپاره ګام واخیست، په هرات او سوېل لویدیځ کې عملاً د تهران د ګټو ساتونکی پاتې شو.

د اسماعیل خان د واکمنۍ په وخت د اوبو د بندونو د جوړېدو کار په ټپه درول چې د «سلما بند» یې یوه بېلګه وه، د اسماعیل خان له هغه مهمو خدمتونو څخه ګڼل کېږي چې د ايران د ګټو د خوندیتابه لپاره يې ترسره کړل؛ هغه ایران چې کلونه کلونه یې د هریرود له اوبو ګټه اخیسته. د سلما بند د جوړېدو نظریه د لومړي ځل لپاره د ۱۳۴۰ لسیزې په اوږدو کې وړاندې شوه، خو د ايران د پرلپسې لاسوهنو له امله یې جوړېدل او کار په کلونو کلونو وځنډېد.

سلما بند د افغانستان یوه له سترو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي چې یوازې یو عادي بند نه، بلکې د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ، ځان‌ بسياينې او د اوبو د سرچينو د مديريت په اړه، د ملي ارادې سمبول دی. دا بند د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ کې د هریرود سيند پر سر جوړ شوی چې د ميليونونو مکعب مترو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، په زرګونو جریبه زراعتي ځمکه ترې خړوبېدلی او پرېمانه برېښنا تولیدولی شي.

اسماعیل خان د خپل حاکمیت په موده کې، د امريکا تر اشغال وړاندې نه یوازې د دې بند لپاره څه ونه کړل، بلکې د جمهوریت په وخت کې هم چې نوموړی درې کاله د هرات والي او د نهو نورو کلونو لپاره د اوبو او انرژۍ وزیر و، سره له دې چې له غربي هېوادونو په میلیونونو ډالر افغانستان ته راتلل، د سلما بند د جوړېدو په برخه کې یې هېڅ اغېزمن ګام پورته نه کړ.

د فراه د بخش‌آباد بند د کار ځنډېدل هم د اسماعیل خان یو بل خیانت ګڼل کېږي؛ دا بند چې په مټ یې د سيمې زراعتي اقتصاد ته بدلېدلی شو، څو څو ځله د تخریب په موخه هدف وګرځېد. هغه وخت چې اسماعیل خان د انرژۍ وزیر و، نه‌ يوازې دا چې د دې بند لپاره یې کار ونکړ، بلکې د ایران په اشاره او مستقیمه لارښوونه، ددې پروژې کار هم وځنډېد، ترڅو له امله یې ایران ته د بهېدونکو اوبو اندازه کمه نشي.

کله چې اسماعیل خان د انرژۍ او اوبو د وزیر په توګه د وزارت پر چوکۍ کېناست، د بنسټیزو برېښنايي پروژو پر ځای یې د بیت المال پیسې له ايران څخه د زړو او بې کارت جنراتورونو په رانیولو مصرف کړې. دغه جنراتورونه نه‌ يوازې دا چې کومه ستونزه ورباندې نه حل کېده، بلکې خپله په یوه نوې ستونزه بدل شول؛ ځکه
زاړه او کارول شوي وو، د سون توکو لګښت ډېر و او مناسبه برېښنا یې نه تولیدوله، د ساتنې او تېلو لګښت یې نور هم د دولت په اوږو بار کړ.

دغه جنراتورونه چې ځینې یې تردې وړاندې د ایران په مشهد او نیشاپور ښارونو کې کارېدلي او له لسو کلونو یې هم زیات عمر درلود، عملاً له کاره لوېدلي وو.
ډیر ژر خرابېدل او د ښار د روښانتیا پر ځای یې د خلکو کورونه تیاره کول. له همدې امله، د انرژۍ د باثباته سرچینو زېربناوو پر ځای، ملي شتمنۍ په داسې څه بې ځایه لګول شوې، چې نه یې د اوس لپاره ګټه رسوله او نه هم د راتلونکي لپاره هیله بښونکي وو.

اسماعیل خان د خپل حاکمیت پر مهال، ددې په ځای چې د هرات د خلکو استازی او د هېواد د پراختیا ملاتړی وي، عملاً د ایران د لاس آله وګرځېد.
له همدې امله د هرات، فراه، نیمروز او بادغیس خلک تر اوسه هم د برېښنا په ارمان، د اوبو په تنده او د بې وزلۍ په کړاو کې ژوند تېروي.

د بندونو په جوړېدو سره، د افغانستان لوېدیځ کولای شوای چې د انرژۍ، کرنې او اقتصاد په قطب بدل شي «هغه کار چې اوسنی سرپرست حکومت یې د تحقق په هڅه کې دی»؛ نو یو څوک چې د جهاد جامه یې اغوستې وه، د دښمن په چوپړ کې شو، ددې په ځای چې بندونه جوړ کړي، دښمن ته یې لاره هواره کړه، پر ځای د دې چې د ولس غږ وي، په چوپتیا کې یې د ایران ګټې خوندي کړې.

دوام لري…

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version