د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۹۷ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۴۰ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، له دې سره غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د شهیدانو رسمي شمېر ۵۴ زره او ۶۰۸ او د ټپیانو شمېر ۱۲۵ زره او ۳۴۱ تنو ته لوړ شوی دی.

په خبر کې ویل شوي، چې لا هم د زرګونه شهیدانو جسدونه تر ویجاړیو لاندې بند پاتي دي، چې د امکاناتو د نشتوالي له امله ورته هیڅ راز لاسرسی نه کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version