‏د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له تېرو شاوخوا دوه میاشتو راهیسې د برېښنا په برخه کې د ۸.۲ میلیارده افغانۍ پانګونه جلب شوې.

د اعلامیې له‌مخې، د برېښنا د تولید، توزیع او انتقال په برخو کې د جلب شوې پانګونې پر بنسټ ۱۳۸.۴۵ میګاواټه برېښنا تولیدېږي چې شاوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ او لسګونه صنعتي فابریکې ترې برخمنې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د برېښنا په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه د لمریزې، بادي او اوبه‌ییزې برېښنا ګڼې پروژې پلې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version