په نړۍ کې جمهوري نظامونه؛ د غرب په لاس کې د ملتونو په ابتلاوو او ازمایښتونو کې د ښکېلولو یو بهترینه وسیله ده. جمهوري نظام په هرو څلورو یا پنځو کلونو کې ملت په یو نوي ازمایښت کې اچوي. هېواد ته د امریکایانو له راتګ سره سم افغان ملت هم له بېلابیلو ازمایښتونو سره مخ شو، په لومړي سر کې چې په افغانستان کې د امریکایانو په لاس د جمهوریت ډبره ایښودل کېده، د حکومت په تهداب کې یې د ملت قاتلین، جنګ سالاران، د قومونو پر سر جنګېدونکي او اسلام دښمنه افراد ځای پر ځای شول.

بیا د حکومت په رأس کې هر پاتي کېدونکي شخص، د غربیانو هر ډول غوښتنو ته لبیک وایه، ټول هغه اهداف چې غربیانو په افغانستان کې غوښتل، هغه که سيکولریزم يا مطلقه آزادي وه، یا هم د لنډغرو او بې غیرته حاکمانو مسلطول، د پارلمان ایجادول، د رسنیو بې بندوباره آزادي، د کلیساوو مشروعيت، د اسلام دښمنه پوځ رامنځ ته کول، د غرب ملګري په واک کې ساتل، د ليکوالانو او مفکرینو پېرل، د ديني او معنوي ارزښتونو له منځه وړل، د هېواد په ښارونو کې د شراب خانو او فحشاوو د اډو جوړول، د ځوانانو په فېشن، لوبو او د پردیو په تقليد مصروفول، منحرفو فرقو او نظرياتو ته آزادي ورکول، د غربي اسلام رامنځ ته کول، د تعليم لا دينه کول، د تعليمي ماحول غربي کول، د نشنلیزم رايجول، د رسنیو له لارې د فکرونو تسخیر او دې ته ورته په سلګونو او زرګونه نور منفي فعالیتونه او منفي اغېزې وې، د افغانانو متدینه ټولنه يې پرې وداغل.

د حکومت بې‌کفایتي، فساد او پر ټولو د قانون نه تطبیق د خلکو ترمنځ د نظام پر وړاندې باور صفر ته ښکته کړ، سیاسي بې‌ثباتۍ او پرله‌ پسې جګړو خلکو ته د یو آرام او سوکاله ژوند فرصت ورنه کړ. د جګړو او بې‌ثباتۍ دوام خلکو ته ژورې رواني ستونزې پیدا کړې، لکه اضطراب، ژور خپګان او د ژوند پر وړاندې د بې‌ وسۍ او نا امیدۍ احساس. د یادې جګړې اصل عاملین بهرني یرغلګر او د هغوی تر څنګ هغه کړۍ وه، چې د نا مشروع جګړې په دوام کې یې خپلي شخصي ګټي درلودې.

کله به چې د جمهوریت وحشي صفري قطعاتو پر یو سیمه چاپه وهل، له دوی څخه به هېڅوک هم په امن نه وو، مسجدونه به یې په بمونو الوزول، د کورونو مهمانخانو ته به یې اور اچاوه، په کورونو کې به یې موټرونه او نور وسایل په بشپړه توگه تخریبول، د هغه سيمې ځوانان که د دوی مخالفین وو او که نه، خو وژل کېدل به، حتی حیوانات هم د دوی له وحشت څخه په امن نه وو. له افغان ملت سره داسې فکر پیدا شو، چې موږ تدریجاً له یوه مخې وژل کېږو، له همدې امله له ژوند نه لاس په سر و.

فقر او بې وزلي حاکمه وه، ټولنیز اخلاق په ښاري سیمو کې ورځ تر بلې ښکته روان وو، په هره کوڅه، لار، بازار او مارکېټونو کې به د غلو ډلې ولاړې وې، خلک د یو موبایل لپاره وژل کېدل، د سوداګرو اولادونه به تښتول کېدل او پر سر به یې پیسې غوښتل کېدې، که به یې پیسې ترلاسه نه کړې وژل به یې؛ د زورواکانو له خوا د خلکو ځمکې کورونه او مارکېټونه په سپینو سترګو غصبېدل، کله به چې مظلومان د حکومت دروازو ته ودرېدل، وبه رټل شول او د چارواکو له خوا به اخطارونه ورکول کېدل، چې په دې ډول به مظلوم ته تنها له ژړا پرته بل څه نه وو ورپاتې.

د واده او ښادۍ مراسم به وخت ناوخت بمبارېدل، ملت د تاریخ تر بلې هرې دورې په جمهوریت کې خورا زیات محکوم و، په ښارونو کې د تعلیم په نوم ښځینه قشر د ‌ډیموکراسۍ هدف وګرځېد، د ښځو د حقونو تر عنوان لاندې، یو داسې نسل ښځې وروزل شوې، چې د هغوی غوښتنې د اسلام له مبارک دین او افغاني ټولنې سره په بشپړه توګه په ټکر کې وې.

پردیو اشغالګرو ته واک ورکړل شو، چې نصاب تغیر کړي؛ نصاب د قالب حیثیت لري، چې بیا له دې قالب څخه راوتونکي اشکال (نوی نسل زده کونکي) د قالب جوړونکي له خوښې سره سم عیارېدل، د وخت په تېرېدو سره د یاد نسل د اکثره ځوانانو فکرونه او عقاید ور تغیر کړای شول او د افغاني ټولنې او ملت پر ضد وکارول شول.

لنډه دا چې د افغاني ټولنې هره برخه، هر کونج او کنار د جمهوریت له منفي اغېزو څخه په امن کې پاتې نه شو، افغان ملت په شلو کلونو کې د سلو کلونو زیان ولید او پر ټولنیز ژوند یې ګڼې منفي اغېزې پریوتې؛ داسې چې اوس یې له منځه وړل، حل او فصل لسیزې کار ته اړتیا لري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version