هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، وسله‌والو د خیبر پښتونخوا، په کوهاټ ولسوالۍ کې د مطاف او زید په نومونو دوه پاکستاني پولیس افسران په ډزو وژلي دي.

د سرچینې په وینا، یاد افسران د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) سره تړلي و، چې خپلو دندو ته پر لار د ټنډا بند سیمې ته نږدې تر برید لاندې راغلي.

د یاد بريد پړه د حافظ ګلبهادر ډلې منلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version