د راپورونو له مخې څو شېبې وړاندې د پاکستان جيټ الوتکو د پکتيکا ولايت په ځينو سرحدي ولسواليو بمبارد کړی، او د ماشومانو په ګډون یې عام وګړي شهيدان او ټپيان کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې له خپرو شويو انځورونو ښکاري چې ياد بمبارد په برمل ولسوالۍ کې د عامو وګړو پر کورونو شوی او ټول قربانيان یې هم ماشومان، ښځې او عام خلک دي.

د يادونې وړ ده چې د بمبارد کره تلفات لا نه دي معلوم شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version