د سیاسي چارو کارپوه مشتاق یوسفزي ویلي چې د پښتونخوا شانګله کې پر چینایي انجینرانو برید چین په قهر کړی دی.
یوسفزي امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ویلي چې چین له پاکستان څخه د چینایي انجینرانو وژونکي غواړي.
نوموړي ویلي چې د هغه برید له امله په پاکستان باندې ډیر فشار دی.
د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې په شانګله کې یو برید کې پینځه چینایي انجینران ووژل شول.
راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت په رسنیو د دغه برید پوښښ بند کړی، خو خپله د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، ولسمشر اصف زرداري، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن اسلام اباد کې د چین سفارت ته د ډاډ له پاره ورغلي وو، تر اوسه هیڅ کومې ډلې د یاد برید مسوولیت منلی نه دی.
د بشر حقونو فعال فضل الرحمن اپریدي بیا ویلي چې د پاکستان پوځ په خپلو نیابتي جنګیالیو چینایان د پیسو له پاره وژني.