راپورونه وایي، د امریکا جګړې وزارت (پنټاګون) په ناڅاپي ډول پولینډ ته د «بلک جک» په نوم د زغروالې پوځي لواء د استول کېدو پلان لغوه کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه لواء کې له ۴ زرو ډېر امریکايي پوځیان او درانه پوځي تجهیزات شامل دي.

په ورته مهال سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د بودجې له ستونزو سره مخ دی او هڅه کوي د خپلو ځواکونو د روزنې او نورو پوځي پروګرامونو بودجه راکمه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version