پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې د پاکستان د پنجاب ايالت په سیالکوټ کې له یو موټر نه په ډزو کې د پټرول پمپ یو کارمند وژل شوی او یو بل ټپي شوی.
پولیس وايي، د حکومت د محدودیتونو یا مقرراتو سره سم کارمند موټر سپرو ته په بوشکه کې له ۱۰ لیټره پيټرولو اچولو انکار کړی و، چې له امله یې لفظي شخړه جوړه او موټر سپرو د پمپ کارمند په ډزو وژلی او له سیمې تښتېدلي.
له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستان د تېلو له شديد کمښت سره مخ دی او اټکل کېږي، چې د تېلو پر سر روانې شخړې لا هم زياتې شي.
