د پنجشير ولایت د طبيعي پېښو سره د مبارزې او چمتوالي رياست مسولین وايي، چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د دې ولايت بېلابېلو سیمو کې د یو شمير امارتي ادارو او مؤسساتو په مالي ملاتړ له ۱۲۲۴۸ کورنيو سره ۱۴۰ میليونه افغانیو نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي، غیر خوراکي، ژمنیو توکو او د سون توکو مرستې شوي دي.

د ياد ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتوالي رييس محب الله جاهد وايي، چې دغه مرستې د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست، د سرې مياشتې ادارې، د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست، یونیسف مؤسسې، د مهاجرت نړۍوال سازمان IOM، مسلم هندز مؤسسې MHI، د ناروې کمیټه NAC، د ښځو د پیاوړتیا مرکز ECW، نهاد جوانان امروز سرمایه فردا، د بشري مرستو د صندق نړۍوال سازمان AHF، مؤسسه OCHR لخوا شوې او یادو کورنيو ته د اړتیا پر وخت وېشل شوې دي.

ښاغلی جاهد وايي، چې دغه مرستې په هغو کورنیو وویشل شوي، چې د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې وې او يا هم د واروې او ځمکې د ښویدنې له ګواښ سره مخامخ وې.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې د راتلونکې کال لپاره د طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره هم پوره چمتووالی لري.

بل لور ته د پنجشیر ولایت مقام د رسنيو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې د دې ولایت والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم له اړونده امارتي ادارو او نړۍوالو موسساتو سره د همغږۍ په ناسته کې له دوی وغوښتل چې د پنجشېر ولايت غرني جوړښت ته په کتو اړتيا ده، چې طبیعي پېښو ته د ځواب ويلو لپاره په پوره همغږۍ پر خپل وخت لاس په کار شي.

ښاغلي والي په هغو نړۍوالو تمويلونکو غږ وکړ، چې په راتلونکې کال کې پنجشېر ته تر دې هم زياته پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ژمي د زيات سوړوالي سره بيا هم د امارتي ادارو له لورې ښه چمتووالی او پېښو ته پر خپل وخت ځواب ويلو له امله ځاني او مالي تاوانونه کم و، خو بيا هم په دې ولایت کې د درېیو تنو د مړينې تر څنګ تر سلو پورې د خلکو کورونه تخريب شوي او تر دوو سوو د خلکو څاروي له منځه تللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version