شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پنجشیر ولایت مقام رسنيز دفتر وايي، نن سهار د ياد ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د دوه ځوانانو ترمنځ لفظي شخړه شوې چې په پایله کې یو تن وژل شوی.د معلوماتو له مخې، دواړو ځوانانو لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یو تن د چړې په وسيله بل تن ټپي کړی چې بيا د ټپونو له امله مړ شوی دی.سرچينه زیاتوي، د پنجشېر ولايت امنيتي ځواکونو تورن کس نیولی او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
د کابل امنیتي او تصفیوي کمېسیون نوبتي غونډه کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر ګډې همغږۍ ټینګار شوی22 جولای 2026