شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پنجشیر ولایت مقام رسنيز دفتر وايي، نن سهار د ياد ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د دوه ځوانانو ترمنځ لفظي شخړه شوې چې په پایله کې یو تن وژل شوی.د معلوماتو له مخې، دواړو ځوانانو لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یو تن د چړې په وسيله بل تن ټپي کړی چې بيا د ټپونو له امله مړ شوی دی.سرچينه زیاتوي، د پنجشېر ولايت امنيتي ځواکونو تورن کس نیولی او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي24 فبروري 2026