د پنجشېر د امنيه قومندانۍ وياند حقمل سعد وايي، د ياد ولايت د امنيه قومندانۍ اړوند د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبينو د روان کال په حمل میاشت کې د پنجشېر له ټولو ولسواليو ۲۲ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتون ته ورپېژندلي او یو تن د نشه یي توکو پلورونکی یې نیولی.

د سرچينې په وينا روږدي کسان د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته، د پنجشېر ولایت د روږدو کسانو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ته د درملنې لپاره لېږل شوي چې د درملنې تر بشپړېدو وروسته به د روغو وګړو په توګه ټولنې ته ستانه او خپل عادي ژوند ته به دوام ورکړي.

دغه راز د پنجشېر د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي چې دوی به د نشه‌يي توکو د استعمال او قاچاق مخنیوي په موخه خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version