د پیسو نړيوال صندوق (IMF) خبر داری ورکړی، چې د پاکستان اقتصادي وده کمه شوې ده او ښایي دغه وده یوازې ۲.۶سلنه وي.
ایاېماېف ویلي، چې د سوداګریزو ترینګلتیاوو زیاتوالی به د نړۍوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي او په دې لړ کې پاکستان هغه هېواد دی چې ښايي ډېر زيان وويني.
یاد صندوق د سه شنبې په ورځ د امریکا، چین او ډېری هېوادونو د اقتصادي ودې وړاندوینې راکمې کړي او علت یې د امریکا لهخوا لګول شوي تعرفې وبللې، چې اوس د تېرو سلو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي.
دا نوې ارزونه چې د ایاېماېف لهخوا د “نړۍوال اقتصادي لید” تر نوم لاندې خپره شوې، یوازې لس ورځې وروسته له هغه چمتو شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې ټولو سوداګریزو شریکانو پر صادراتو عمومي تعرفې اعلان کړې او د ډېرو هېوادونو لپاره یې د لا لوړو تعرفو اعلان هم وکړ.
که څه هم دا لوړې تعرفې لا تر اوسه ځنډول شوې دي، خو د پاکستان پر صادراتو به شاوخوا ۲۹سلنه تعرفه وضع شي او اټکل کېږي چې ۷۰۰ ميليونه ډالره زيان به وويني.