د پنجشېر ولايت مقام د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد ولايت د والي حافظ محمد آغا حکيم په ځانګړې لارښوونه د تېرې اوونۍ په لړ کې د ياد ولايت په حصه اول، دره او پريان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله زيانمنو خلکو ته د مرستې رسونې عاجله کمېټه جوړه شوې ده.

د سرچينې په خبره، د پنجشېر ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس محب الله جاهد وايي چې، د واورې ښويېدنې په پېښو کې تر دې مهاله له حصه اول ولسوالۍ څخه د يوه تن جسد پيدا شوی او د نورو د لټون هڅې روانې دي.

سرچينه زياتوي چې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په دره او پريان ولسوالۍ کې له زيانمنو کورنيو سره نغدي مرستې کړي او همدا راز به په حصه اول ولسوالۍ کې هم نغدي مرستې ووېشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version