د سرپرست حکومت د مشرتابه د بېړنۍ کمېټې له لوري د کندهار د ارغنداب پر سیند د ویجاړ شوي پله د بیارغونې چارې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د یادې کمېټې تخنیکي مسئول شېر حسن خوشيوال رسنیو ته ویلي چې، دا پروژه به په ۴۵ ورځو کې بشپړه او لار به د ټرافيکو پر مخ خلاصه شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې پله یوه برخه د تېرو جګړو له امله وېجاړه شوې وه، چې له کبله یې د ارغنداب، خاکرېز، نېش، ميانشين، غورک، ژېړۍ او ارزګان ولایت زرګونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې پیدا شوې وې.