د پنجشېر ولايت د مقام وياند سيف الدين‌ لټون‌ وايي، چې د پنجشېر والي الحافظ محمد حکيم اغا او د افغانستان د برېښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر د پنجشېر په برېښنا د بحث په جريان کې خبر ورکړی چې ۷۷ نړيوال ترکي شرکت د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۰ ميګاواټه د برېښنا بند جوړوي چې دمګړۍ د دغې پروژې تخنیکي سروې روانه ده.

د سرچينې په خبره د دغې پروژې په بشپړېدو سره به ۱۰مېګا واټه برېښنا تولید شي چې ورسره به په پنجشېر کې د ۱۰زره کورنیو د برېښنا ستونزه حل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version