د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱۷ بېلا بېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي.
د یاد وزارت په وینا، د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د جغتو ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.