د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې، د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول د ۳۰ کرهڼیزو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې د کانالونو جوړولو دا پروژې د ۶۵۰۰ متره په اوږدوالي د دې ولایت په عنابې، درې، پریان او مرکز بازارک کې پلې کېږي.
د سرچينې په خبره يادې پروژې له اقليمي بدلون او وچکالۍ سره د مبارزې په موخه پلې کېږي، چې په ورځني ډول به شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به يې د زرګونه جریبو ځمکو اوبه تنظیم او شاړې ځمکې ورسره ابادې شي.
د پنجشېر ولايت مقام همدا راز زياتوي، چې په تېرو څه باندې دوه کلونو کې د ولایتي ادارو او نړیوالو مؤسساتو له لوري نږدې ۲۵ کانالونه جوړ شوي چې زرګونه جريبه ځمکه یې خړوبه کړې او په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی.