د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت وياند سيف خيبر وايي، ياد وزارت څو ورځې وړاندې د دقیقو څېړنو او اسنادو پر بنسټ، د کابل پوهنتون د محصلینو یوه شپږ کسیزه ډله ونیوله، چې د الحاد له انحرافي فکر څخه متاثره شوې وه او هڅه یې کوله دغه نظریه په غیر مستقیم ډول خپره کړي.

نوموړی زياتوي، چې یاد کسان د فکري انحراف د ښکاره نښو نښانو له امله تر څار لاندې وو او له لازمو اسنادو او شواهدو وروسته، نیول شوي دي.

د ښاغلي خيبر په وینا، دغه وزارت هېڅ‌چاته اجازه نه ورکوي، چې څوک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې عقیدوي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version