کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ امنيتي مسؤلينو او سيمه‌ييزو قومي مشرانو په هڅو د ‌‍‍‌‌«نجيم ګل» او «زالي» کورنيو تر منځ ۱۲۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

وزارت زیاتوي، چې د یادې ولسوالۍ مسؤولینو په خپلو ویناوو کې دواړو لوریو ته د دښمنۍ د پای‌ته رسېدو مبارکي ویلې او په ورته نورو قضیو کې یې هم منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.

کورنیو چارو وزارت د دغې دښمنۍ د رامنځته کېدو او له‌ امله یې دواړو لوریو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د ځایي حکومتي ادارو د مسؤولینو له‌خوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پېړیو پخوانۍ دښمنۍ پر دوستي بدلې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version