شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دې ادارې لوی رئيس ملا نورالدین ترابي او د عدالت او مدني ټولنې د پياوړتيا مؤسسې استازي د څلور سوه نهه اتیا زره او درې سوه او دوه دېرش (۴۸۹،۳۳۲) ډالرو په ارزښت پنجشېر ولايت کې اړمنو او زيانمنو خلکو ته د مرستو رسولو هوکړه لاسليک کړه. سرچينه وايي، د يادې هوکړې له مخې به د پنجشیر ولایت په دره، خنج ولسوالیو او مرکز بازارک ښار کې ۲۲۱۶ اړمنو، زیانمنو شویو او بې سرپرسته کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې د څلورو میاشتو په اوږدو کې هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۱۶۶،۹۲ ډالر ووېشل شي.د يادې ادارې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ښاغلي ترابي، د یادې مؤسسې په استازي ټينګار کړی، چې خپله تطبیق کیدونکې پروژه باید په پوره شفافیت او چټکتیا سره ترسره کړي.
خبريال او شنونکی ميرويس افغان: د اسلام اباد له غونډې وېره نه ده پکار، هلته بلل شوې څهرې د جګړې نه؛ بلکې د ایرکنډيشن او پنځه ستوريز هوټل خلک دي21 اگست 2025