هندوکش غږ ته سرچینې وایي، محمد سمیر اندرابي چې له کلونو راهیسې یې له ایرانه د طالبانو پر ضد وسلوالې هڅې تنظیمولې، د پنجشنبې په ورځ (د حمل ۱۴مه) په یو شکمن حالت کې ومړ.
نوموړی له هغه وروسته ایران ته تللی و چې د جمهوري رژیم له سقوط سره یې وسلې ته لاس کړ او د جګړې دوام ته یې د بهر څخه زمینه برابروله. هغه د هغو کسانو له ډلې و، چې په آرامۍ کې د ژوند تېرولو پر ځای یې د شخړو دوام ته لومړیتوب ورکړی و.
سمیر اندارابي ته نږدې سرچینې وايي، ښایي هغه مسموم شوی وي. د محمد سمیر اندرابي مړینه داسې مهال شوې چې د مقاومت جبهې دننه ژور اختلافونه او بېاعتمادي زیات شوي دي. سرچینې وايي، چې د دې ډلې ډېری مشران نه یواځې له سیاسي بېلارۍ سره مخ دي، بلکې د اخلاقي انحراف، عیاشۍ، او داخلي دسیسو تورونه هم پرې لګېدلي دي.
سرچینې زیاتوي؛ د جبهې دننه شخصي رقابتونه دومره شدید شوي چې ځینې کسان هڅه کوي سیال مشران له منځه یوسي؛ آن تر دې چې د زهر ورکولو پېښې هم راپور شوي دي. د اندرابي ناڅاپي او شکمنه مړینه د همدې داخلي لانجو یوه برخه ګڼل کېږي.