د افغان پست دولتي شرکت، ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د خوندي انتقال په موخه بار وړونکو موټرو کې د «جي پي اېس لاکر» ځېرک قلف لګولو او پستي کوډ تړون لاسلیک شو.
د حکومت د رسنيو د مرکز د راپور له مخې دغه تړون د یادو ادارو ترمنځ د ادرس یا پتې او پراختیا ملي پروګرام پرانېست غونډه کې شوی دی.
د دولتي شرکتونو ریاست مسوولینو ویلي، دغه تړون یې د خوندي او ډاډمن ټرانزیټ او د پانګوالو د جذب او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک کړی دی.
د يادونې وړ ده چې جې پي اېس لاکر هغه ځېرک قلفونه دي، چې د نړۍوال موقعیت پیداکولو «جي پي اېس» څخه په استفادې په بار وړونکو موټرو کې نصب کېږي، چې د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو کمېدو او د ټرانزیټ د ودې ترڅنګ سوداګریز توکي له ورکېدو ساتي.