د کورنیو چارو وزارت وايي، د عامه امن پولیسو د بدخشان د جرم ولسوالۍ په څو کلیو کې ۵۵۸ جریبه نشه‌يي کروندې له منځه وړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عامه نظم د اقصی زون د شپږم کنډک له لوري د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې سلگونه جریبه ځمکه له نشه‌يي توکو څخه پاکه شوې ده او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ سربېره په درایم، ارگو او نورو ولسوالیو کې هم نشه‌يي توکي کرل شوي وو، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري له منځه وړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کندهار کې ۱۱ تنه د نشه‌يي توکو د پلور په تړاو نیولي او اندازه نشه‌يي توکي هم ترې تر لاسه شوي دي.:«همداراز پولیسو، ۱۷ جریبه نشه‌یي کښتونه د کندهار په خاکرېز، غورک، معروف، بولدک، شاه ولي‌کوټ او تخته پل ولسوالۍ کې له منځه وړي او د کندهار ښار له بېلابېلو ساحو یې ۹۱ روږدي راټول کړي دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version