Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په بغاوتګرو کې خپلمنځي اختلافات په څه رامنځته شوي؟
    لیکني

    په بغاوتګرو کې خپلمنځي اختلافات په څه رامنځته شوي؟

    صابر افغانصابر افغان19 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېره شل کلنه دوره کې د شر او فساد غړي د پیسو عاشقان وو او لا هم دي، طبعي ده چې عاشقان د معشوقو لپاره قربانۍ ته چمتو وي، دا چې په شر او فساد جبهه/بغاوتګرو کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي، اصلي لامل یې دپیسو تر لاسه کول دي.

    د خیالي جبهو د ډلو ټپلو ترمنځ د پیسو پر سر حالات دومره ترینګلي شوي چې، د دوې ترمنځ د یوه او بلې ډلې محرم رازونه یې افشا کړل، حتی ګوتڅنډنې یې سره کړي.

    د شر او فساد خیالي جبهې د ټلوالې په نوم پر دې مظلومو او بې چاره افغان ولسونو بې نهایته ظلمونه وکړل، د همدې مظلومو افغانانو ازار او ښېراوې دي چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله د زوال پر لور ګړندي ګامونه پورته کوي.

    د معلوماتو پر بنا، د نړېدلي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح، جنرال ایوب سالنګي، بهاوالدین جیلاني او ظاهر اغبر چې د لنډ غرو/شر او فساد جبهې مهم او کلیدي غړي بلل کېدل، تازه یې د شر او فساد له جبهې لار جلا کړې.

    یادو څلور تنو د روندسبز/زرغون بهیر په اډانه کې د یو بلې خیالي جبهې د جوړېدو تابیا نېولې چې، لومړني توافقات یې سره، ترسره شوي دي.

    روند سبز/زرغون بهیر د امرالله صالح هغه حرکت دی چې، د اسلامي امارت پر وړاندې یو شمېر جعلي، ضد او نقیص اسناد خپروي، په بې بنسټه تبلیغاتو له بهرنیو ډونرانو پیسې/مالي فنډ ترلاسه کوي.

    د سرچینو په وینا، امرالله صالح له ګاونډي هیواد تاجکستان سره ډېرې نږدې اړیکې لري چې، ډېری وخت هملته هستوګن وي.

    د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په دې درې کلنه دوره کې له هیواد بهر یو شمېر سیاسي او خیالي جبهې جوړې شوې، ترڅو د اسلامي او شرعي نظام خلافو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي؛ خوشبختانه چې تردې دمه یوه خیالي جبهه په دې نه ده توانېدلې چې افغانستان ته راستنه شي او په فعالیت پیل وکړي.

    د امرالله صالح په ګډون کومو لنډغرو چې، د شر او فساد له جبهې لار جلا کړې، اصلي موخې یې دا دي چې په هیواد کې د تخریبي او ورانکاره فعالیتونو په ترسراوي یوځل بیا خپل جیبونه له ډالرو ډک کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بغاوت پر تابوب وروستي مېخونه ټک وهل کېږي!
    راتلونکي مقاله ګارډين ورځپاڼه: ټرمپ د بې اسناده کډوالو د جبري وېستلو لپاره ملي بېړنی حالت اعلانوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026

    د مقاومت ډلې تبلیغاتي شعارونه؛ آیا احمد مسعود خپل انحصار ویني؟

    14 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 17 جولای 2026

    د عراق اسلامي مقاومت د ټرمپ د وژنې لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی

    فارس خبري آژانس خبر ورکړی، چې د عراق اسلامي مقاومت په یوې اعلامیه کې د…

    قطر وايي د ايران پر ضد هېڅ ډول پوځي اقدام کې ګډون نه کوي

    17 جولای 2026

    د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد: داعش په افغانستان کې بشپړ ځپل شوی، د اندېښنې اړتیا نشته

    17 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د عراق اسلامي مقاومت د ټرمپ د وژنې لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی

    17 جولای 2026

    قطر وايي د ايران پر ضد هېڅ ډول پوځي اقدام کې ګډون نه کوي

    17 جولای 2026

    د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد: داعش په افغانستان کې بشپړ ځپل شوی، د اندېښنې اړتیا نشته

    17 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.