هندوکش غږ له يوې امنیتي سرچینې څخه معلومات ترلاسه کړي چې د نن سهار په عملياتو کې چې د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له لوري د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د ګهګدای حوزې د دره کاريز د کجيرخانې په ساحه کې ترسره شول، د باغيانو دوه تنه قوماندانان پکې ووژل شول.

یادو قوماندانانو له ډيره وخته له خپلو يو شمېر ملګرو سره د نهرين په غرونو کې تحرکات درلودل او يوه اونۍ مخکې يې يوه ويډيو هم نشر کړې وه، چې نن د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له لوري پرې عمليات ترسره شول او ووژل شول.

د يادؤنې وړ ده چې تېره اونۍ هم په کابل کې د شر او فساد ډلې دوه غړي وژل شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version