د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۵۲۹۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي او وارد شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېروو دوو انیو په موده کې د حیرتان بندر له لارې (۹۶۰۲۱) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۱۵۶۹۵) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۳۵۷۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۲۵۲۹۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.:«د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېرو دوو اونیو کې (۱۲۱۳۸) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.»

د خبرپاڼې له مخې، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.

په خبرپاڼه کې له سوداگرو غوښتل شوي، که غواړي خپل سوداگریز توکي وارد او یا هم صادر کړي، نو د اوسپنې پټلۍ له لارې کولی شي چې خپله سوداگري له دې لارې وکړي.

افغانستان اوسمهال له ځینو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول شوی او تمه شته چې ډېر ژر به د هېواد دننه هم د اوسپنې پټلۍ تېره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version