کابل ښاروالي وايي، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار اوسني وضعیت د لا ښه کېدو او پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو په پار د ترکیې د تیکا موسسې له رئیس فاضل اکین اردوغان سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.
له ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان او ترکیې د ښارونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې او په علمي او فني برخو کې د تجربو شریکول به په دوه اړخیزه توگه ترسره شي.
دغه راز د ترکيې د تیکا موسسې رئیس د افغانانو او ترکانو د اوږدې دوستۍ د څرگندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو، د نويو هوايي پلونو د ډېزاين او د ښاري اسانتیاوو رامنځته په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
کابل د هېواد یو له هغو ښارونو څخه دی، چې گڼ نفوس لري او سړکونه یې تل بند وي.
د ښاري پراختیا کارپوهان په دې اند دي، که کابل ښاروالي هوايي پلونه او سړکونه جوړ کړي، لرې نه ده چې په دغه ښار کې گڼهگوڼه کمه شي.