ایران پرون لسگونه بې‌پېلوټه الوتکو او توغندیو په مټ په اسرائیلو هوايي بریدونه پیل کړل، چې تر دې مهاله دغه بریدونه روان دي.


د ایران سپاه‌پاسدران ډلې ویلي، په دغو بریدونو کې د اسرائیلو سلگونه موخې په نښه شوي، خو د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، پر اسرائیلو یې اوسني بریدونه په دمشق کې پر خپلې کونسلگرۍ د برید غچ دی.


د اسرائیلو دفاع وزارت د ایران بریدونه منلي دي. د اسرائیلو د دفاع وزارت ویاند ډانیل هگري ویلي، د ایران ډېر توغندي اسرائیلو ته د رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي.


ملگرو ملتونو د ایران ـ اسرائیلو اوسنی کړکېچ غندلی د دې کړکېچ د پای غوښتنه یې کړې ده.


اسرائیلي چارواکو ویلي، تر دې مهاله د ایران له لوري ۱۷۰ ډرون، ۳۰ کروز توغندي او ۱۲۰ بالستیک توغندي توغول شوي، چې د اسرائیلو په سوېل کې یې یوې پوځي اډې ته زیان هم اړولی دی.


د ایران سربېره له عراق او یمن څخه هم په اسرائیلو بریدونه روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version