د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۱ سوه ټنه تورې جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله، سږ کال د جلغوزیو په صادراتو کې یو څه کمښت راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چین، پاکستان، عربي متحده امارات، امریکا، اردن، اتریش، ایټالیا، بریتانیا او فرانسه د افغانستان د جلغوزیو تر ټولو مهم پېردونکي پاتې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version