د پاکستان په بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند ځایي مسؤول «مفتي شامیر بزنجو» نامعلومه وسلوالو په ډزو وژلی.

له تېرو څو میاشتو را په دېخوا په مسلسل ډول پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند غړي په نښه او له منځه وړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې المرصاد نشراتي ادارې هم د خپلو سرچینو له قوله د دې ګوند په مخښکو غړو د بریدونو خبرداری ورکړی و.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، خو عام خلک په ورته بریدونو کې پاکستانی ریاست ښکېل ګڼي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version