د افغانستان سرپرست حکومت اعلان کړی، د «جرمونو نړیوالې محکمې» په نوم جوړښت او د روم پر اساس نامې مکلف نه دی او د تېرې ادارې له خوا یادې اساس نامې ته الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.

سرپرست حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې محکمې د عدالت او انصاف اصولو ته د درناوي پر ځای د سیاسي تمایلاتو پر بنسټ عمل کړی او په سترو جنایاتو او په ځانګړي ډول افغانستان کې پر شویو جنایاتو پټه خوله پاتې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې، یادې محکمې په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوی د همکارانو د جنګي جنایتونو پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی او د هغو پراخو ظلمونو په اړه یې بې تفاوتي کړې چې، په پایله کې یې د ښځو، ماشومانو او سپین‌ ږیرو په ګډون په زرګونو ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

سرپرست حکومت د دې په بیانولو سره، چې د نړۍ ډیری لوی هېوادونه د دې “محکمې” غړي نه دي، د افغانستان په څېر هېواد ته چې، همېشه د نورو د اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی دی، غړیتوب یوه غیر ضروري چاره ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version