یو شمېر نړۍوالو رسنیو د ملګرو ملتونو د سـټلایټ مرکز (UNOSAT) لخوا د وروستيو خپاره شویو معلوماتو پر اساس راپورونه خپاره کړي تو ویلي یې دي، چې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو کې د غزې تړانګې تر نیمایي زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

په راپورونو کې زیاته شوې، چې د تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې کله چې اسرائیلي اشغالګرو پر غزې بریدونه پیل کړل، تر ننه د غزې په تړانګه کې له نیمایي څخه ډېرې ودانۍ بیخي ویجاړې او یا هم جدي زیانمنې شوې دي.

د (UNOSAT) له لوري سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو عکسونو پر بنسټ چې تېره میاشت اخیستل شوي، په ډاګه کوي چې د جګړې له پیل څخه ترننه په غزه کې له ۱۳۷ زرو څخه زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

یاد مرکز ویلي، په غزه کې څه باندې ۱۶ زره ودانۍ سختې زیانمنې شوې او ۴۷ زره ۳۶۸ په منځنۍ توګه اغېزمنې شوې دي.

په راپورونو کې د دغه سازمان په حواله ویل شوي، چې په غزه کې له نږدې ۱۳۷زره ۲۹۷ ودانیو، شاوخوا ۵۵ سلنه اغېزمنې شوې دي.

دوی دغه راز زیاته کړې، د غزې په مرکزي برخه کې د “البلاح او په شمال کې د “غزې ښار” د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر درېیمې پورې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

یادې ادارې ټینګار کړی، چې موندنې لاهم د لومړني تحلیل برخه وه، کوم چې لا تر اوسه په ساحه کې تایید شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version