نړۍوالو رسنیو د فلسطیني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د غزې په مرکز “نصیرات” پنډغالي کې د صهیونیست پوځونو په برید کې، چې پر یو ښوونځي ترسره شوی، ۳۲ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په وژل شويو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دغې تړانګې په نورو سیمو کې هم د صهیونیست پوځ ځمکني، هوایي او سمندري بریدونه روان دي، چې ډېری قربانیان یې ملکي فلسطینیان دي.

بل لور ته له منځني ختیځه یو شمېر رسنیو د اسرائیلي پوځیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړې دي.

ټایمز اف اسرائیل خبري ادارې ویلي، چې د لبنان حزب الله ډلې په ډرون برید کې یو صهیونست عسکر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دې سره په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې د ټولو وژل شویو اسرائیلي پوځيانو رسمي شمېر ۶۴۵ ته ورسېد، خو د غیر رسمي شمېرو او په غزه کې د جګړې پېچلتیا او اوږدوالي ته په کتو ښایي د صهیونست پوځيانو د مرګ ژوبلې شمېر زرګونو ته لوړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version