پنجشنبه/ د دلوې ۱۲ مه
د لغمان امنیه قومندانۍ مسؤلین وایي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسولینو لخوا د الینګار ولسوالۍ اړوند ټینګور، میاخیلو او شوراباد کلیو کې کرل شوي درې جریبه او شپږ بسوې کوکنار په مکمل ډول له منځه وېوړل شول او د یادو سیمو کرنیزې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې.

د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت مسولینو وویل چي د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین دوام لري او ډېر ژر به هغه ځمکې، چې کوکنار پرې کرل شوي د کوکنارو د کښت څخه په بشپړ ډول پاکې کړي.

د یادونې وړ ده چې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دېته ورته د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مشر لخوا د کوکنارو او نورو هر ډول نشه یې توکو پر کښت د بندیز فرمان صادر شوی دی.

د دې فرمان نه وروسته د نشه توکو سره د مبارزې د مسؤلینو لخوا څوک نه پریښودل کیږي چې د کوکنارو کښت وکړي.

د ملګرو ملتونو مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې (UNODC) هم څه وخت مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ريکاډ کچه کم شوى دی.

‏«د افغانستان د ۲۰۲۳ کال د تریاکو سروې» په نوم په دې راپور کې راغلي وو چې په ډېرو ولایتونو کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه بند شوی دی او دا د دې ښکارندويي کوي چې د مخدره توکو د کښت د بندېدو په اړه فرمان په سم ډول پلي شوی دی

ځواب پریږدئ

Exit mobile version